
ولایت په بګرام ولسوالۍ کې په امریکايي ځواکونو درنه چاودنه شوې چې له امله یې ۵ پوځیان وژل شوي.ایساف ځواکونو منلې چې د افغانستان په ختیځ کې د دوی دوه عسکر وژل شوي.دوی د پېښې دقیق ځای او د وژل شوو هویت نه دی څرګند کړی.د پروان ولایت سرپرست والي بصیر سالنګي هم پر بهرنیو ځواکونو د چاودنې پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.نوموړي ویلي چې د چاودنې په اړه د دوی څېړنې روانې دي.د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي ویلي چې چاودنه بېګا شپه شاوخوا ۱۰ بجېد بګرام په دوسرکه کې شوې.نوموړي زیاته کړې چې چاودیدونکي توکي په یوه پولچک کې ځای پر ځای شوي وو او له له دغې سیمې د بهرنیو ځواکونو ټانګونه تېریدل چې پرې وچادیدل.قدوسي د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه جزییات ورنه کړل خو د ټانګ په اړه یې وویل چې ویجاړ شوی دی.د طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د بګرام په دوسرکه سیمه کې یې د یوې قوي چاودنې پر مټ ۵ امریکايي عسکر وژلي او ټانګ یېپه بشپړه توګه ویجاړ کړی.د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې په امریکايي ځواکونو چاودنه په داسې حال کې کیږي چې د تېرې چهارشنبې په مازیګر امریکایي بې پېلوټې الوتکې د همدې ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې پنځه تنه زده کوونکي چې د کانکور لپاره یې تیاری کاوه شهیدان کړل.د ۵ تنو متعلمینو شهادت په دغه ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر ضد سخت غبرګونونه پارولي دي.په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترټولو ستره پوځي اډه په بګرام ولسوالۍ کې ده. د بګرام هوايي ډګر د امریکا په ولکه کې دی.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0